۱۰۰ ورځې

دجماعت الاسلام په مدرسه کې نهه سوه شپږڅلويښتو تنو رايې ورکړي دي.

کابل باختر دغبرګولي څليرويشتمه :
دکابل ښار په شپږمه ناحيه کې  دجماعت الاسلام دمدرسې  درايي ورکولو په مرکز کې  درايه ورکوونکو شمير نن تر غرمې پورې ٩٤٦تنو ورسيد .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دغه مرکز کې  چې درې ځايونه  دنارينه و لپاره او  دوه ځايونه دښځو لپاره  بيل کړي شوي و ،  اووه سوه پنځوسو تنو نارينه و  او يوسلو  شپږ نوي تنو ښځو  تر نن غرمې پورې  رايې ورکړې وې .
  ددغه مرکز مسوولينو وويل  چې دراي ورکولو په بهير کې  کومه ستونزه نشته  اوخلک هم  له  انديښنې او ډار پرته  دغه مرکز ته ځي  او  خپله رايه  کاروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته