دجلال اباد _ تورخم دلويې لارې په دواړو خواو کې دلسګونو کليو پاکول .

کابل باختر دوږي  اوولسمه
په داسې حال کې چې دجلال ابا د_ تورخم  په لويه لاره کې د ډار اچوونکو دله منځه وړلو په موخه پوځي عمليات دوام لري   پوځيانو ددغې لويې لارې په دواړو خواو کې  دډار اچوونکو له شتون څخه دلسګونو کليو دپاکولو خبره کوي
دغه کلي  دپوليسو او دملي اردو  دسلګونو تنو  ځواکونو په ګډون  دپوځي عملياتو په بهير کې د ډار اچوونکو له شتون  څخه پاک شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو قوماندان باخترا ژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې  تراوسه پورې  د جلال اباد _ تورخم دلويې لارې  په دواړو خواو کې په لسګونوکلي  د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي . .
دجلال اباد _ تورخم لويه لاره په وروستيو کلونوکې  د ډاراچوونکو دوسله والو بريدونو او دبمونو او ماينونو دښخولو ډګر و .هغه اقدام چې په دې لويه لاره کې دمسافرو د ډار سبب شوى دى
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي  چې زياتره کلي دبټي کوټ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
  دننګرهار پوځي مقامات وايي  چې دغه عمليات  به دجلال اباد _ تورخم دلويې لارې تر بشپړ پاکولو پورې  دوام وکړي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته