کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دننګرهار دمرکز جلال اباد ښار دبيا جوړولو کار پيل شو .
په دې پروګرام کې ټاکل شوې ده دجلال اباد ښار ويالې ، پلونه ، او فرعي واټونه بيا ورغول شي .
دغه پروګرام دجلال اباد ښار داتمې ناحيې دبودجې په لګښت پيل شوى دى
دجلال اباد ښاروال روح الامين حسن باختراژانس ته وويل چې په لومړى ګام کې به يو ديرش ميليونه افغانۍدجلال ابادښار دبياجوړولو په پروګرام ولګېږي
هغه وويل: دويالواو پلونو په بيا رغاونې او جوړولواو دواټونو په کانکريټ کولو سره هڅه کوي چې خلکو ته داسانتياو دبرابرولو ترڅنګ ښار ته زيات نظم او ښکلا وروبخښي .
دجلال اباد ښاروال وويل چې ټاکل شوې ده دغه پروګرام دښار په کچه پلى شي .
په همدې حال کې جلال اباد دافغانستان دښارونو ترمنځ يو ودان شوى ښار دى
ختم_ ف_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل