دجلال اباد په هوايي ډګر کې حالت دځانمرګوبريدکوونکوپه وژل کيدو سره عادي بڼه غوره کړې ده

کابل= باختر دليندي دولسمه :
په ننګرهار ولايت کې امنيتي مقامات وايي: هغه ځانمرګې بريدکوونکي چې د جلال اباد په هوايي ډگر يې يرغل کړي و؛ وژل شوي او په دغه ډگر کې حالت عادي بڼه غوره کړې ده .
دباختر اژانس دخبر له مخې: نن سهار په پنځه نيمو بجو، پنځه تنه ځانمرګې يرغلګر دجلال اباد هوايي ډګر ته ننوتل او له امنيتي مامورينو سره يې جګړه پيل کړه .
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقي وال باختر اژانس ته وويل: له دوه نيمو ساعتو جګړو وروسته په هوايي ډګر پنځه واړه ځانمرګې يرغلګر ووژل شول .
ده تاييد کړه چې په دې پيښه کې د هوايي ډګر پنځه تنه امنيتي مامورين هم شهيدان شوي دي .
ويل کيږي چې لومړۍ يو تن يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار موټر د هوايي ډګر د دروازې په وړاندې واچاوه او وروسته نورو يرغلګرو هم هلې ځلې وکړې چې د هوايي ډګر پر تاسيساتو بريدونه وکړي .
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې ځانمرګو يرغلګرو په دغه هوايي ډګر کې د ناټو له ميشتو پوځيانو سره هم نښته کړې ده؛ خو په هوايي ډګر کې بهرنيو عسکرو ته د سر د رسيدلي زيان په باب کوم خبر نه دې ترلاسه شوى .
د ننګرهار ولايت په در بابا په ولسوالۍ کې د وږي د مياشتې د څوارلسمې نيټې له پيښې وروسته چې يو ځانمرګې يرغلګر ځان د يوې ميرمنې د جنازې دښخولو د مراسمو ديو شمېر برخه والو ترمنځ وچاوه او څه ناڅه شل تنه يې و وژل او پنځوس تنه نور يې ټپيان کړل. نننۍ پيښه لومړنۍ ځانمرګې بريد دى .
ويل شوى دى چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي هم وژل شوي دي، خو امنيتي مسوولينو په دې باب څه نه دى ويلي .