امنیت

دجلال اباد تورخم په لويه لاره کې په دوو پوځي قرارګاو دطالبانو ناکام بريد .

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
دافغانستان  په ختيځ کې پوځيانو نن دجلال اباد تورخم په لويه لاره کې دسرحدي  پوليسو په ځينو پوليسو  دوسله والو طالبانودناکام بريد خبر ورکړ .
په لسګونو  تنو وسله والو طالبانو دجلال اباد تورخم  دلويې لارې په اوږدو کې دبټي کوټ ولسوالۍ دغازي اباد او چهاردهي په کليو کې دسرحدي پوليسو په دوو قرارګاه و  بريدونه وکړل .
دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوال  حاجي غالب دباختراژانس خبريال ته وويل، په دې نښته کې چې درې ساعته دوام وکړ ديوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
  دحاجي غالب دڅرګندونو له مخې، دځانګړو امنيتي ځواکونو له رسيدو سره سم يرغلګر تيښتې ته اړ شول   خو دافغانستان  په ختيځ کې  دسرحدي پوليسو يو قوماندان وايي چې په دې نښته کې پنځلسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دجلال اباد  تورخم دلويې لارې په اوږدو کې دبټي کوټ ولسوالۍ په وروستيو پنځو کلونوکې تل دوسله والو طالبانو  دبريدونو اودبمونو او ماينونو دچاودنوډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته