دجلال آباد په واټونوکې د څراغونو د درولو بهير پيل شو
کابل باختر دوږي څوارلسمه :
دننګرهار ولايت دمرکز جلال آباد ښار په واټونوکې دڅراغونو ددرولو بهير پيل شو .
ټاکل شوې ده په دې پروګرام کې د جلال آباد ښار په عمومي او فرعي واټونوکې د جلال آباد ښاروالۍ له خوا څراغونه ودرول شي .
د جلال آباد ښاروالۍ يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د څراغونو د درولو بهير به يو مياشت وخت ونيسي .
ده وويل: نوي پيرودل شوي څراغونه زياته رڼا او لږ لګښت لري .
دغه پروګرام د جلال آباد ښاروالۍ له بودجې څخه د ښار د ښکلا او په تګ راتګ کې خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو په مقصد تطبيقيږي .
ختم _ ج _ اکرم