دجلال آباد په هواى ډګر دبريد يو عامل ونيول شو.

کابل – باختر دمرغومې څلورمه :
دملي اردو منسوبينو يو تن وسله وال مخالف دجلال آباد په هواى ډګر په بريد کې دلاس لرلو په تور ونيوه.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ، نيول شوى سړى دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ ته دطالبانو دتش په نامه ولسوال مرستيال دى چې دجلال آباد دهواى ډګر په بريد کې چې څه موده مخکې ترسره شو او يو شمير کسان پکې ووژل شول په حصارک ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې ونيول شو.
دغه راز دملي اردو منسوبينو پرون دحقاني دشبکې يو سرګروپ چې په لوګر او شاوخوا سيمو کې په ترورستي بريدونو کې ونډه لرله له خپل يو همکار سره دلوګر ولايت دپل علم په مربوطاتو کې ونيوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته