کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د جرم او کران منجان په ولسواليو کې تيره شپه د طالبانو او دسيمه ييزو پوليسو
ترمنځ دنښتو له امله پنځه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونيار سيد عبدالقدير صياد دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه جګړه تيره شپه د جرم ولسوالۍ دسنګ آب په کلي کې دسيمه ييزو پوليسو او د طالبانو ترمنځ ونښته چې له امله يې درې تنه سميه ييز پوليسان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه راز په هغې جګړه چې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ دکران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان ته څيرمه ونښته دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او درې تنه ټپيان شول.
د امنيت د آمر دڅرګندونو له مخې : په دې نښته کې طالبانو ته هم د سرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
0 1 دقیقه لوستل