توکيو دروسيې عږ باختر دتلې دمياشتې ٥
دجاپان دفوکو شيما له اټومي بټۍ څخه د ککړو اوبو خپريدل يوه موده کيږي چې په ملي او دژوندانه دچاپيريال ساتنې په ستونزو بدل شوى دى او اوس دجاپان د ان ، اچ کې خبري شبکې اعلام کړى دى چې په زيات ګومان سره دککړو اوبو دخپريدو ځاى په دغې اټومي بټۍ کې موندل شوى دى .
له دغه مخزن څخه دڅه د پاسه درې زره ټنو دککړو اوبوخپريدل په دغه هيواد کې دخلکو او د مسوولينو دانديښنې سبب شوي دي او اوس دماهرانو دڅرګندونو له مخې ، دککړو اوبو دخپريدو ځاى په ځانګړي مخزن کې موندل شوي دي .