کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دبغلان ولايت دولتي چارواکو ، ستاسو خبرې نه اوريدل کيږي ستاسو حکم نه عملي کيږي نوتاسي څوک ياست ؟ دلته څه کوي .
داهغه نوي خطابه ده چې دمتحصنو کارګرانو له خوا په پخوا نيو شعارونو سربيره ليکل شوي او په خپلو خيموکې يې زړولى دى .
دبغلان له ولايت څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دپلخمري دافغان نساجي کارګرانو دهغو زبر ځواکو له خوا چې له هغو دولتي چارواکو سره تړلتيا لري او په خپله دقانون اجرا کوونکي دي دنساجي په دستګاه کې داستوګنې دخپلو کورونو دغصب پرخلاف داعتراض په توګه له څوارلسو ورځو راپديخوا دبغلان ولايت دمقام دودانۍ په وړاندې دتحصن دخيمو په درولو سره په تحصن لاس پورې کړي دي خو له دغه تحصن څخه دڅوارلسو ورځو په تيريدو سره کوم غبرګون نه دى ښودل شوى او دولايت دولتي چارواکي له دوى سره داسې چلند کوي چې ګڼې دوى دتفريح لپاره خيمې درولي دي .
يوله دغو کارګرانو څخه عبدالواسع ددوى غوښتونوته دبغلان دوالي او دنورو دولتي چارواکو دنه پاملرنې له امله دخواشينۍ په څرګندولو سره خبر داري ورکوي که چيرې ددوى ستونزو ته پاملرنه ونه شي او حل نه شي په جدي اقداماتو به لاس پورې کړي .
دباختراژانس سيمه ئيز خبريال وايي ومي غوښتل چې په دې باب دبغلان دوالي نظرله ځان سره ولرم خو په دې کار بريالى نه شوم خو دولايت دمقام يوبل مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي دکارګرانو اعتصاب په حقه وباله او دغه پيښه يې دبغلان دوالي دبې کفايتي او داداري فساد زيږنده وبلله .
0 1 دقیقه لوستل