کابل –باختر دسلواغې دريمه :
په هرات ولايت کې د فوټبال د حذفي جام سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په دې لوبه کې د جامي ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د آمو ټيم ته ماتې ورکړه. دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي.
ديوبل خبرله مخې :
په هرات ولايت کې د ماشومانو اوتنکيو ځوانانو د فوټبال سياليو پرون مازيګر په څلورولوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس ته وويل چې په دې لوبه کې د ماشومانو د پيروزي ټيم د يوې په مقابل کې په دوو سره د اميد ټيم ته ماتې ورکړه او د هيواد ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې د صفر په مقابل کې په څلوروسره د پيام آسيا پرټيم بريالي شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د ماشومانو د فوټبال سيالۍ د څليرويشتو ټيمونو ترمنځ او د تنکيو ځوانانو د فوټبال سيالۍ د شپږويشت ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي.
1 1 دقیقه لوستل