ورزش

دجامي او د ابو مسلم ټيمونه سيالي کوي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١١
دحذفي جام د فوټبال سيالۍ  نن په هرات ولايت کې په يوې لوبې سره  دوام  مومي.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې سيالۍ کې دجامي او ابومسلم ټيمونو لوبه کوي.
دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي   دي چې هره ورځ په يوې  لوبې سره   دوام   مومي.
ديوبل خبرله مخې :   دتنکيو ځوانانو دفوټبال جام سياليو  پرون په   هرات ولايت کې په شپږو لوبو سره دوام   وموند.
دهرات ولايت د  ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :   په دغو سياليو کې د آزادى  ټيم د  پامير ، د ابومسلم   ټيم او د پوهنې داستقلال   ټيم پرخپلو سيالانو بريالي   شول .
دغه سيالۍ د ديرشو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې هره ورځ  په شپږو لوبو سره دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته