دجاسوسي په تور دهرات ولايت ديو چارواکې نيول کيدل .

 

کابل باختر د وږي ٣١

  دهرات ولايت يو چارواکى دملي امنيت له خوا دجاسوسي  په تور ونيول شو .

 دهرات د والي ددفتر اجرائيه مسوول يوسف عزيزي  په داسې حال کې چې غوښتل يې  ځينې محرم سندونه له ځان سره يوه ګاونډي هيواد ته وليږدوي، د دواړو هيوادونو ترمنځ په پوله کې ونيول شو .

 دهرات  والي داود شاه صبا له باختر اژانس سره په اړيکه کې دخپل دفتر داجرائيه مدير نيول کيدل تاييد کړل، خو له ده سره يې خپلې هرراز اړيکې ردې کړې . دهرات والي وويل چې ښاغلى عزيزي د دولتي ضد فعاليتونو او ديوه ګاونډي هيواد په واک کې دمحرمو دولتي سندونو د ورکولو په تور له زياتې مودې راپديخوا  دملي امنيت دادارې تر څارنې لاندې و .

 په همدې حال کې دهرات دملي امنيت يوه خبرځاى  باختر اژانس ته وويل چې دنيول کيدو په وخت کې دهرات د والي ددفتر له اجرائيه مدير څخه محرم دولتي سندونه ، دافغانستان ديو ډير ستر بند سلما دپروژو نقشه او څو نور سندونه چې په هغوکې سيمه ييز دولتي اسرار وو؛ ترلاسه شوى دى.

 ده وويل: ملي امنيت ددغه سړى داحتمالي همکارانو دنيولو په اړوند خپلو څيړنو ته دوام ورکوي
 په همدې حال کې  دهرات ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې يوسف عزيزي پنځه کاله مخکې دکارکوونکې په  توګه استخدام شوى دى او په پنځم بست کې دهرات د والي ددفتر داجرائيه مدير په توګه کار کاوه .

 دهرات ولايت دملي امنيت دادارې دڅيړنو نتيجې ښيي چې دغه مامور په هرات کې له ځينو بهرنيو ديپلوماتانو سره زياته ناسته ولاړه او اړيکې هم لرلې . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته