امنیت

دتګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٠
دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال او دوه تنه افراد يې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دتګاب  ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي عزيز له  دوو تنو افرادو سره يې چې په واټ کې دماينونو په جوړولو کې يې مهارت لاره؛ دتګاب ولسوالۍ د علي زو د کلي په مربوطاتوکې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول.
مولوي عزيز دوسله والو طالبانو د ډلې يو پياوړى سړى و چې په کاپيسا ولايت کې يې نا امنيو ، ماين ښخولو، دځانمرګو بريدونو په طرحه کولو، دخلکو ترمنځ د ويرې او ډار دفضا په برابرولو او په لسګونو نورو جنايتونو کې يې فعال رول درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته