ورزش

دتکواندو ورزشکارانو داسيا داتلوالي له سياليو څخه دژيړو مډالونه ترلاسه کړل .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دتکواندو افغان ورزشکارانو په ازبکستان کې داسيا داتلوالي  سياليو څخه دژيړو دوه مډالونه ترلاسه کړل
د دبيلو تي اف  دتکواندو فدراسيون رييس ضيا الحق بخشي نن دباختراژانس خبريال ته وويل دازبکستان په تاشکند ښار کې داسيا داتلوالي  دتکواندو دسياليو اووم پړاو له دوو ورځو راپديخوا دنهو ديرشو هيوادونو دورزشکارانو په ګډون پيل شوى دى  چې افغان ورزشکار محمود حيدري په دويم وزن کې دمنګوليا ، يمن او تايپي له هيوادونو څخه خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو او دويتنام په وړاندې  په ماتې خوړلو سره دژيړو مډال اوبل افغان تکواندو کار  روح الله نيک پا د خپلو عراقي ، کويټي  او فلپيني  سيالانو په وړاندې په برياليتوب او دايراني سيال په وړاندې په ماتې خوړلو سره ددغوسياليو دژيړو دويم مډال ترلاسه کړ .   ديادونې وړ ده چې په دغوسياليو کې له افغانستان څخه څلور  تنو لوبغاړو دوو ښوونکو او يوه تن هيئت  برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته