دتيلويوټانکرپه هرات ښارکې وسوځول شو
کابل باختردتلي دمياشتې ١ :
طالبانو په هرات ولايت کې په نفتي موادوباريو ټانکر ته اور واچاوه او چلوونکي يې وواژه .
په آريا خصوصي شرکت پورې دغه ټانکر دهرات هوايي ډگر ته څيرمه د طالبانو دبريد له امله اور واخيست او چلوونکي يې ووژل شو.
دلويديځې حوزي دپوليسو ويندوى سمونوال عبدالروف احمدي باختراژانس ته وويل ، وسله والو طالبانو تيره شپه په دغه کاروان چې له هرات ښارڅخه قندهار ته روان و ، دهرات هوايي ډګر ته څيرمه بريد وکړ.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دا لومړى پيښه ده چې دهرات دهوايي ډکر په تګلوري کې رامنځته کيږي، دوى دتحقيقاتولپاره يو هيئت ساحې ته استولى دى .
دغه بريد په هماغه ځاى کې شوى دى چې دلويديځې حوزي دپوليسو
قوماندانۍ، د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندانۍ اودايساف دځواکونو قوماندانۍ په دغه ځاى کې دى.