دتيري شپې زلزلې پاکستان او تاجکستان هم ولړزول

کابل باختر د مرغومي لسمه
دتيري شپې په لسو بجو او پنځلسو دقيقو دريکتر په مقياس د پنځه اعشاريه اته درجو په سختوالي يوې زلزلې دکابل ښار ولړزاوه .
له پيـښو سره دمبارزې دملي ادارې مرستيال اسلم سياس  دباختر اژانس خبريال ته وويل چې ددغې زلزلې  مرکز دهندوکش په غرونو کې تثبيت شوى دى او دافغانستان ، پاکستان او تاجکستان  ځينې سيمې يې لړزولي دي
؛ دامريکا دځمکې پيژندنې سايت دخبر له مخې، دريکتر په مقياس د پنځه اعشاريه  اته درجو په سختوالي ددغې زلزلې مرکز دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ کې و
په خبر کې ويل شوى دى چې تراوسه پورې ددغې زلزلې له امله دسردرسيدلو زيانونو او مالي تاوانونو په باب څه نه دى ويل شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته