نړۍ

دتونس نوى اساسي قانون تصويب شو

دتونس ښار بي بي سي باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
دتونس دموسساتو مجلس ددغه هيواد نوى اساسي قانون تصويب کړ.
دا درې  کاله  مخکې دتونس دپخواني جمهوررييس زين العاب الدين بن علي  دحکومت دراپرځيدو له وخت څخه  را په دې خوا دتونس لومړنى اساسي قانون دى.
دتونس دموسساتو دمجلس رييس مصطفي بن جعفر دغه اساسي قانون په دغه هيواد کې دټولنې حاصل وباله .
په همدې حال کې دتونس سياستوال هيله لري چې دنوي اساسي قانون تصويب په دغه هيواد کې دثبات په باب د تونس خلکو اونړيوالو پور ورکوونکو ته ډاډورکړي.
په همدې  حال کې  په يوبل بدلون کې دتونس  لنډمهال صدراعظم دنوي حکومت دجوړولو خبر ورکړى دى.
ښايي چې دتونس لنډمهال حکومت دانتخاباتو دترسره کولو تروخته پورې دهيواد دچارو اداره په لاس کې ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته