نړۍ

دتونس لنډمهال صدراعظم د وفا داري لوړه وکړه .

تونس ښار- اسوشتد پرس – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دتونس لنډمهال صدراعظم مهدي جمعه پرون د وفاداري  دلوړې مراسم  پرځاى کړل او ژمنه يې وکړه چې ډير ژر يوه مستقله کابينه  جوړوي.
د اسوشتدپرس دخبري  آژانس دخبرله مخې   :
دى چې دتونس په پخوانۍ اسلامپال حکومت دصنعت وزير  و دلوړې دمراسمو
له پرځاى کولو وروسته   خبريالانو ته  وويل   هغه څه  چې په قدرت کې يې لري  له چلنجونو سره دمقابلې ، په خنډونو او ستونزو دبرياليتوب او په  خپل هيواد دثبات او امنيت دټينګښت لپاره به  کار وکړي  د يو دايمي حکومت د جوړولو   لپاره دلومړنيو انتخاباتو ترسره کول ، داقتصادي حالت سمون او د ناراضي خلکو آرامول  هغه ستونزې دي  چې د نوي صدراعظم د لارې پرسره  پرتې   دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته