ورزش

دتوري وهلو تجهيزات ددغې څانګې فدراسيون ته ورکړى شول

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دتورې وهلو دورزش  يوشمير تجهيزات نن دالمپيک دملي کميټې له خوا دپنځه ګونو ورزشونو  فدراسيون ته ورکړى شول
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې :په دغو تجهيزاتو کې دتورې وهلو دورزش ټول وسايل شا مل چې دپنځه ګونو ورزشونو دنړيوال فدراسيون له خوا د هېواد دالمپيک  ملي کميټې ته وسپارل شول .
دالمپيک دملي کميټې  دخپرونو دچارو امر منور شاه ددغو وسايلو او تجهيزاتو ارزښت کابو پنځه زره  امريکايي  ډالره اټۀکل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته