کابل باختر د کب اوولسمه :
دتورخم اوسپين بولدک لارې دلنډې مودې لپاره دپاکستاني سرحدي ځواکونوله خوا دتګ راتګ لپاره پرانستل شوې .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، دتورخم اوسپين بولدک دلاروپه پرانستلو سره دافغانستان او پاکستان په زرګونه تنه اتباع چې دډيورنډ کرښې ددواړو خوا وکې بند پاتې و خپلو هېوادونو ته دستنيدو لپاره وخت ترلاسه کړ . خو ويل کيږي چې تجارتي کاروانونه تراوسه پورې دغه اجازه نه دى ترلاسه کړي .
يوشمير افغان پانګه وال چې تجارتي مالونه يې دډيورنډ کرښې اخوا بند پاتې دي وايي چې دپاکستان دپوليسو ممانعت زيات زيانونه دوى ته رامنځته کړي دي .
پاکستان اعلام وکړ چې يوازې دسه شنبې او چارشنبې لپاره دافغانستان بند پاتې شويو خلکو ته به خپل هېواد ته دتلواجازه ورکړي .
په دغو دوو ورځو کې پاکستاني اتباع هم کولى شي خپل هېواد ته لاړ شي .
په همدې حال کې هغه کسان چې غواړي نوي پاکستان ته لاړ شي اوس نه شي تلاي .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، دافغانستان خلک نه شي کولى په دغو دوو ورځو کې چې لارې پرانستې دي پاکستان ته لاړ شي .
دافغانستان دسرحدي پوليسو يو مقام له باختراژانس سره په اړيکه کې دپاکستاني سرحدي ځواکونوله خوا دتورخم او دسپين بولدک دلارو پرانستل تاييد کړل ،دتورخم اوسپين بولدک لارې څه ناڅه دووه اوونۍ مخکې دپاکستاني پوله ساتونکو له خوا دتګ راتګ په مخ وتړل شوې . هغه اقدام چې ددې سبب شو چې زرګونه تنه افغانان ددرملنې لپاره پاکستان ته تللي و او هغه پاکستاني اتباع چې دکار لپاره افغانستان ته راغلي و دډيورنډ کرښې په دواړوخواو کې بند پاتې شي .
0 1 دقیقه لوستل