کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٨ :
الحمدالله رب العالمین وصلوات والسلام علی خاتم النبیین
ګرانو هېوادوالو درنو خویندو او وروڼو!
السلام علیکم و رحمه الله و برکاته
څو ورځې دمخه د هېواد د تودو سیمو د ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او لوړو عالي تعليمي موسسو نوی تعلیمي کال پيل شو.
زه یو ځل بیا ټولو شاګردانو، ښوونکو او استادانو ته د دې نوي تعليمي کال د پيلېدو مبارکي وايم.
ګرانو هېوادوالو:
په هېواد کې د تعليم د پراختیا او ترقۍ وروستۍ څپه ډېره امېدواروونکې ده. زموږ پر ښوونځيو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو تعليمي مؤسسو کې د شاګردانو شمېر کال تر بله زیاتيږي او دا زیاتوب موږ ته دا ښيي چې د هېواد
د هرګوټ په خلکو کې د وطن د اولاد تعلیم ته توجه زیاته شوې ده او موږ ټول دې نتيجې ته رسېدلي یو، چې د هېواد د پرمختیا ترقۍ او دهېوادوالو سوکالي د معاصرو علومو او مسلکي مهارتونو له زده کړې پرته نا ممکنه ده، نو ځکه موږ ټول دا غواړو، چې بچي مو سبق ووايي، او تعلیم یافته شي او د پوهې او علمي تجربو په برکت مو هېواد لا آباد شي.
خویندو او ورونو!
اوس چې د هېواد په تودو سیمو کې زموږ کوچنیانو او ځوانانو له دوبنې رخصتیو وروسته پخپلو تعليمي مؤسساتو کې نوی تعلیمي کال پیل کړی دی، امېد دی چې په دې نوي تعليمي کال کې به د دی سيمو ډېر کوچنیان، نجونې او هلکان ښوونځیو ته شامل شوي وي.
زه دلته د دې سيمو پر ټولو اوسېدونکو غږ کوم چې د مکتب د سن کوچنیان که هغه هلکان دي که نجونې، ضرور په ښوونځيو او مدرسو کې شامل کړي.
په ښوونځيو او مدرسو کې د خپلو کوچنیانو په شاملولوسره د خپلو کوچنیانو او دخپلې کورنۍ او د خپل هېواد آینده روښانه کړي.
ګرانو هېوادوالو دلته د یادولو وړ بولم چې اوس زموږ په ټول هېواد کې د دولتي ښوونځيو پوهنتونو او تعليمي مؤسسو ترڅنګ خصوصي ښوونځي ، تعلیمي موسسې او پوهنتونو نه هم فعال دي او په هېواد کې د تعليم د پراخېدو او زیاتېدو زېری راکوي.
خو زموږ ټولو هيله دا ده چې د دغو خصوصي تعليمي مؤسساتو درسي نصاب او د تعليم کچه لوړه او باکیفیته شي. د خصوصي تعليمي مؤسسو چلوونکو ته ښايي چې دمادیاتو د حصول ترڅنګ د خپل کار معنوي ارزښتونو ته زیاته توجه وکړي، ځکه په دې به هم د دوی مادیات د دوی له خوښې سره برابر شوي وي او هم به يي د خپل هېواد اولاد ته سم درس او سبق ورکړی وي،
چې ډېره مهمه خبره ده
درنو هېوادوالو!
ښايي د هېواد په ځينو تودو سیمو کې د طالبانو د تهدیداتو او ممانعتونو له امله ځينې مکاتب او دیني مدرسې بندې وي او طالبان پرې نږدي، چې زموږ بچي ښوونځيو ته لاړ شي. دا ډول ممانعت یعنې د وطن اولاد له تعلیمه بندول، د دین، له وطن او د وطن له اولاد سره د سختې دښمنۍ مانا لري او ده.
زه یو ځل بیا پرطالبانو غږ کوم چې د وطن د بچیانو له تعلیم سره له دښمنی څخه لاس واخلی. په دې دښمنۍ کې د دین او دنیا دواړو خساره ده. تاسو هم د دې وطن بچیان یاست هغه طالبان چې افغانان دي هغوی ته خطاب کوم چې تاسو هم د دې وطن بچیان یاست او آینده مو بالاخره په همدې خاوره کې ده ، نو خپل اولاد او د دې وطن اولاد تعلیم ته وهڅوی، کوښښ ورسره وکړی نه دا چې له تعلیمه يي بند کړی.
زه همداراز د دې سيمو له ديني علماو، قومي مشرانو او سپین ږیرونه دا غواړم چې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوې پوه کړي، چې د وطن د بچیانو له تعلیم سره مخالفت ونه کړي او پرې نه ږدي، چې زموږ د بچیانو آینده د هغو طالبانو او د دوی د حامیانو د شومو اهدافو قرباني شي. یعنې دا چې پرې نږدي، چې هغه طالبان چې د افغانانو د تعلیم او ترقی مخالف دي، دا کار ترسره کړي او دوی او حامیان يي او هغه طالبان چې له تعلیم سره مخالفت کوي، له دې وروسته منع شي او ورک شي
تر بلې وینا مو په مخه ښه
ښاد او آباد اوسۍ