ټولنه

دتوتاپ پروژې دليږدونې پرسر دمرکزي سيمو دخلکو داعتراضونو دوام

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دباميانو ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو پرون په يوه سوله ئيز لاريون کې دمرکزي ولايت له تګلوري څخه دتوتاپ د بريښنا دپروژې  دپلې کيدو غوښتنه وکړه .
دلاريون برخه والو دباميانو ښار درهبر شهيد له جومات څخه ترمرکزي چوک پورې دعدالت دشعارونو په ورکولو سره دباميانودمرکزي  سيمو له تګلوري څخه دتوتاپ د پروژې دتيريدوغوښتنه وکړه .
دباميانو دولايتي شورا غړي محمد امين محمودي دباختراژانس خبريال ته وويل :باميانيان هم دافغانستان دخلکو يوه برخه ده او دملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه زموږ غوښتنه داده چې دثور دمياشتې ديوولسمې نيټې مصوبه لغوه اودپخواني شرکت له څيړنې سره سم  دې عمل  وشي .
په دې لاريون کې برخه والو  خپل پريکړه ليک  ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي وو موږ دملي وحدت دحکومت له مشر څخه غواړو چې دثور دمياشتې ديوولسمې نيټې مصوبه لغوه   او دتوتاپ دبريښنا دليږدونې پروژه دې له اصلي تګلوري څخه يې( باميان )تير کړي .
مظاهره کوونکو وويل :که چيرې زموږ غوښتنې عملي نه شي په پراخه توګه به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته