ورزش

دتنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دوام مومي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
د تنکيو ځوانانو دجام  دفوټبال سيالۍ نن په هرات   ولايت کې په  دريو   لوبو سره دوام کوي د هرات ولايت  د ورزشي آمريت مرستيال  ضيا الحق  ضيا باختر آژانس ته وويل :  په دغو سياليوکې د پيمان ټيم دانصاري له ټيم سره ،دهيرې ټيم دپيروزي  له ټيم سره او دميوند ټيم د آريا له ټيم سره لوبې کوي .
دغه سيالۍ د ديرشو ټيمونو ترمنځ په  هرات ولايت کې پيل  شوي  دي .
ديوبل خبرله مخې : 
د  حذفي جام  د فوټبال سياليو پرون مازيګر په هرات ولايت کې په يوې لوبې سره   دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي  آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :   په  دې لوبه کې دجامي ټيم د  صفر  په   مقابل کې په   دوو سره د کهسان پر  ټيم بريالى  شو.
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ   په  هرات ولايت کې پيل شوې دى   چې ټاکل شوې ده په دوام يې نن دبيک بير او دپوهنې داستقلال ټيمونه لوبه  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته