ورزش

دتنکيو ځوانانو دفوټبال سياليو په هرات ولايت کې دوام وموند.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
دتنکيو ځوانانو دجام دفوټبال سياليو پرون په هرات ولايت کې په پنځو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دغو سياليو کې د ميوند، کهسان ،  جامي او دکميل ټيمونه پر خپلو سيالانو بريالي شول .
دغه راز د آمو او آريانا ټيمونو لوبه  له ګول پرته برابره  پاى ته  ورسوله .
دغه سيالۍ له څه مودې را په دې خوا دتنکيو ځوانانو دفوټبال ديرشو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته