ډاکه دي نيوزانترنشنل دزمري دمياشتي ٢١ :
دبنګله ديش دشمال ختيځ ديو لري کلي په جومات دتندردلګيدوله امله تيره شپه ديارلس تنه ووژل شول او پنځلس تنه نورټپيان شول.
دپوليسو دڅرگندونوله مخې تندر د جومات په ودانۍ دتراويحو دلمانځه وخت کې ولګيد .
ددغي پيښې په وخت کې دکلي پنځه ديرش تنه اوسيدونکي دلمانځه په حال کې و.
پوليسو وويل دجومات دملا امام په ګډون ديارلس تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.