دترکيې په چاودنوکې د سر د زيان زياتوالى
انقره نړيوالي خبري منابع باخترد ثور دمياشتې ٢٢ :
دسوريې پولې ته څيرمه دترکيې په ريحانلي ښارکې د دوو چاودنو له امله څه ناڅه ٤٣ تنه ووژل شول او څه دپاسه سل تنه نور ټپيان شول.
دترکيې دکورنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه چاودنې د پست يوې ودانۍ او اداري ودانۍ ته څيرمه د دوو موټربمونو د چاودنې زيږنده وه .
دترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان له دغو چاودنو وروسته رسنيو ته وويل چې ددغو چاودنو دليل يا د سوريې کورنى جګړه ده او يا دکردستان دکارګرانو له ګوندسره د سولې بهير.
د فرانسې خبري آژانس وايي: دترکيې د صدراعظم مرستيال په دغو چاودنوکې د سوريې د اردو او د استخباراتو د سازمان د لاس لرلو يادونه کړې ده.
تراوسه پورې ددغو چاودنو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.