نړۍ

دترکيې په لويديځ کې په کان کې دچاودنې دقربانيانو شمير ٢٨٤تنو ته ورسيد

انقره فرانسپرس باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
دترکيې دانرژۍ او دطبيعي منابعو وزير تانريلديز نن سهار وويل  چې ددغه هېواد
په لويديځ کې دډبرو سکرو په کان کې دچاودنې له امله دسردزيان شمير ٢٨٤تنوته  ورسيد  اومرستندوى ځواکونه په دې نه دي بريالي شوي  هغه څه دپاسه سل تنه کارګران چې دکان په دهليزونو کې بند پاتي دي؛ پيدا کړي .
ټولو کارګرانو دکاربن مونو اکسايد ګاز دمسموميت له امله  ساه ورکړې ده .
دترکيې دانرژۍ وزير وويل چې دمرستندويانو يو پنځه سوه کسيزټيم  په کان کې دکارګرانو د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي او سيمې ته  دمرستې دنو يو ټيمونو استولو ته اړتيا نه ليدل کيږي .
مرستندويان ددې لپاره چې بله پيښه ر امنځته نه شي؛ په احتياط سره عمل کوي.
په داسې حال کې چې په دې کان کې دپيښې له رامنځته کيدو څخه څه ناڅه اته
څلويښت ساعته تير شوي په دغه کان کې دڅه دپاسه سلو تنو بندپاتې شويو کارګرانو ژوندي پاتې کيدو ته هيله کمه شوې ده .
ټاکل شوې ده  دترکيې جمهوررييس عبدالله گل او ددغه هېواد داستازو دمجلس
رييس  جميل چيچک نن دپيښې ځاى ته سفر وکړي  او  له ټپيانو  او دقربانيانو له
پاتې کسانوسره وګوري .
دترکيې حکومت ددغې پيښې په خاطر  درې ورځې عمومي ماتم اعلام کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته