نړۍ

دترکيې صدراعظم : دبيان آزادي مقدساتو ته دسپکاوي آزادي نه ده

انقره ايرنا باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دترکيې صدراعظم  احمدداود اوغلو پرون  له سپکاوي ډک تصويرونو  په خپرولو کې  دشارلي ابدو  فرانسوي اوونيزې  داقدام په غندلو سره وويل  چې دبيان آزادي ، مقدساتو ته دسپکاوي آزادي  نه ده .
داوداوغلو  دغه ټکى  بروکسل ته  له روانيدو مخکې په يوه خبري کنفرانس کې  بيان کړ.
دترکيې صدراعظم داسلام دسترپيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) ته  له سپکاوي ډکو تصويرونو په خپرولو کې دشارلي ابدو  داوونيزې داقدام دغندلو په ترڅ کې زياته کړه چې ددغو کاريکاتورونو خپرول  ديولمسونکي اقدام ښکارندوى دى.
ده ټينګار وکړ  چې داسلام د ستر پيغبر (ص)  ته سپکاوى دمنلو  وړ نه دى .
داوداوغلو له دغه خبري کنفرانس وروسته د اروپا اتحاديې له لوړ رتبه مامورينو سره دکتنې  او  د دواړو لورو  په اړيکو کې  دخړپړتيا دلري کولو په مقصد   بلجيم ته روان شو.
دترکيې صدراعظم په دې سفر کې  د اروپا دکميسيون له رييس  سره وګوري او   د اروپا له اتحاديې سره د ترکيې د پيوستون د بهير په باب  به خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته