نړۍ

دترکيې دناکامې کودتاد تورنو کسانو ډير ستره محاکمه پيل شوه

انقره بي بي سي  باختر دزمري دمياشتې  ١١  :
په ترکيه کې  دتيرکال  د جولاى د مياشتې  د ناکامې کودتا په اړوند دکابو پنځه          سوه تورنو کسانو  محاکمه په يوه وخت کې پيل شوې ده .
په ترکيه کې دتيرکال دکودتا په اړوند د ٤٨٦ تنو تورنو کسانو  ددوسيو دڅيړنې   کار  اوپه دغه هېواد کې د حکومت دراپرځولو لپاره داقدام څيړنه  دانقرې ښار ته څيرمه دترکيې په يوه  محکمه کې پيل شوې ده .
داناتوليه  دخبري آژانس دخبرله مخې ؛  دمحاکمې دځاى ساتنه  دڅه ناڅه يوزرو سلو تنو امنيتي ځواکونو پرغاړه ده او له ودانۍ څخه بهر څو موټرونه او زرهپوشونه هم ځاى پرځاى کړاى شوي دي.
ددغې دوسيې تورن کسان  له وژنې څخه نيولې له اساسي قانون څخه تر سرغړونې  او دترکيې  دجمهوررئيس  رجب طيب اردوغان دترور تر توطيې پورې   له ډول ډول تورونو سره  مخامخ دي  او ځينې يې د محکوميت په صورت کې ښايي په ډيرو لوړو مجازاتو يعنې عمري بند محکوم شي .
ددغې دوسيې   له تښتيدلو تورنو کسانو له  جملې څخه په امريکا کې ديره  ترکي روحاني فتح الله ګولن دى  چې دترکيې دولت  په هغه  دکودتا داجرا کولو دامر  دصادرولو تور لګولى دى .
ګولن دغه تور بيخي درواغ بللى دى او دده ملاتړي عقيده لري چې اردوغان په پام کې لري چې په تيرکال کې  په کودتا له اقدام څخه په  ګټې اخيستنې  سره ددغه ترکي روحاني ملاتړي وځپي.
دترکيې دهوايي پوځ  يو پخوانى قوماندان ، دالهيات پوهنتون يو استاد او يومهم سوداګر دهغو تورنو کسانو  له جملې څخه دي چې دسه شنبې په ورځ په محکمه کې  حاضر شول.
دتير کال  دناکامې  کودتا له  وخت څخه تراوسه پورې   له فتح الله  ګولن  سره دملاتړ په اړوند څه دپاسه پنځوس زره تنه مشکوک کسان په ترکيه کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته