دترکيې دموکراتيک کيدل نورو مسلمانو هيوادونو ته ښه مثال دى
انقره باختر د تلي لسمه
دترکيې صدراعظم پرون ددغه هيواد دواکمن ګوند په کانګرس کې دترکيې برياليتوب د اسلامي دموکراسي په توګه وباله او داکار يې داسلامي نړۍ لپاره ښه مثال وباله .
رجب طبيب اردوغان دمصر دجمهور رييس محمد مرسي په ګډون دسيمې دڅو تنو مشرانو او دترقي او عدالت ګوند دزرګونو تنو غړو په وړاندى ددغه ګوند په کلني کانګرس کې وويل چې په ترکيه کې نن دپوځي کودتاګانو وخت تير شوى دى .
ده وويل: هغه اقدامات چې ترکيې ددموکراتيکو اصلاحاتو په لاره کې کړي دي دترکيې له پولو څخه تير شوي دي .
او نورو مسلمانو هيوادونو ته ښه مثال دى .
په همدې حال کې دمصر مشر محمد مرسي چې په يو تاريخي سفر کې او دلومړي ځل لپاره ترکيې ته رسيدلى دى او دترکيې دواکمن ګوند په پروني غونډه کې وويل: مصر ، سعودي عربستان او ترکيه په دسوريې دشخړې دحل کولو په لاره کې خپلو فشارونو ته دوام ورکړي چې دغه هيواد خلک په خپله ددموکراتيکو اصولو له مخې خپل مشر وټاکي .