دتروريستي پيښو او جګړې دخبري پوښښ لارښود بشپړ شو .

کابل باختر د تلي دويمه : دتروريستي پيښو او دجګړې دخبري پوښښ لارښود چې پخوا د ژورنالستانو فدراسيون او دامنيتي بنسټونو په همکارى تسويد شوى و ، نن ددفاعي او امنيتي بنسټونو دواکمنو استازو ، دژورنالستانو فدراسيون داستازو او دخصوصي رسنيو داستازو په مشارکت بشپړ شو . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين په داسې حال کې چې ددغې غونډې مديريت کاوه په ډير لنډ ممکن وخت کې ددغه لارښود په تصويب باندې ټينګاروکړ او د هغه تصويب او تطبيق يې دخبريالانو دمصوونيت او امنيت دتضمين لپاره ضروري او اغيزمن وبلل . دخپرونو دچارو معين وويل دخبريالانو دمصوونيت او امنيت د ګډې کميټې دوروستى غونډې له پريکړې سره سم ، دجمهوري رياست دويم معاونيت لارښوونه کړې ده چې دلارښود دمتن مسوده دې دامنيتي او رسانه يي بنسټونو په مشارکت بشپړ ه شي . په دې غونډه کې له اوږدو خبرو اترو وروسته ټولو برخه والو دخپلو نظريو او پيشنهادونو په وړاندې کولو سره دلارښود مسوده تاييد کړه او بشپړه يې وبلله او هغه يې لاسليک کړه . ټاکل شوې ده ددغه لارښود بشپړه شوې طرحه په راتلونکو لسو ورځو کې دژورنالستانو دمصوونيت او امنيت دګډې کميټې په غونډه کې تصويب شي . هيله کېږي ددغه لارښود له تصويب وروسته دخبريالانو دوژنې او له هغوى سره دتاوتريخوالي کچه ټيټه شي .او په اطلاعاتو دلاسرسي دحق په ساتنې سره دتروريستي پيښو او دجګړې دپوښښ بهير قاعده مند شي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته