امنیت

دتروريستي بريدونو يو ښوونکى په بدخشان کې ونيول شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :

يوتن  چې  دتروريستي بريدونو  دلارو چارو دښودلو مسووليت يې په غاړه درلود  نن دبدخشان ولايت دملي امنيت درياست له خوا ونيول شو.

دبدخشان ولايت دملي امنيت درياست  يوه خبرځاى دباخترآژانس  خبريال ته وويل :دملي امنيت درياست  په عملياتو کې  په تګاب ولسوالۍ کې  دطالبانو يو مشهور ښوونکى مولوي عبدالقدير  چې يرغلګر يې،  دماين  جوړولو او دتروريستي بريدونو په برخه کې روزل ونيول شو .

يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې دسپکو او درندو وسلو  دوه ډيپو ګانې هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته