نړۍ

دتروريستي بريدونو ترسيوري لاندې داروپا داتحاديې دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه .

بروکسل  باختر د جدي نهه ويشتمه :
  داروپا داتحاديې دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيران به نن په داسې حال کې غونډه وکړي چې دپاريس بريدونو او په بلجيم کې  ديوه تروريستي  مرکز کشف دنړۍ  خبري عنوانونه ځانته جلب کړي دي او دغه اتحاديه غواړي چې داوکراين دبحران پرسر له روسيې  سره دخپلو اړيکو په باب  سخت اختلافونه چې داړيکو دشليدو تر پولې پورې مخکې تللى دى ، له منځه يوسي .
باختراژانس  دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ. په  سوريه او يمن کې په بيلابيلو جهادي ډلو پورې اړوند ددريو تنو فرانسوي اتباعوله خوا دپاريس بريدونو او په بلجيم کې دترور ضد پراخو عملياتو داروپا  داتحاديې ذهن له بهر څخه د جګړه مارانو دستنيدو له ګواښ سره دمبارزې  لپاره دزياتو همکاريو  اړتيا ته اړولى دى .
ديوبل خبر له مخې امريکايي مقاماتو هم ويلي دي چې ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزير جان کري به دراتلوونکې  پجشنبې  په ورځ لندن ته لاړ شي چې له خپل بريتانوي سيال سره يوځاى  دداعش ضد ائتلاف دغړو دغونډې ګډ کوربه توب په غاړه واخلي .
دغه يو ورځنۍ غونډه به دنږدې شلو هيوادونو دبهرنيو دچارو دوزيرانو په ګډون جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته