کابل باختر د کب دمياشتې ٨ : دتروريزم پرخلاف مبارزه کې دخلکو درول په نامه دتياتر ننداره نن د ( جوانان درعصرنوين ) دموسسې دممثلينو له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالارکې اجرا شوه . دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوى و ، جوانان درعصر نوين دموسسې مسوول محمداهنګران څرګنده کړه چې دتياتر ددغې نندارې داجرا کولو هدف چې دځوانو نجونوله خوا اجرا شوه دسولې ملاتړ ، له تروريزم څخه درامنځته شويو زيانونو بيانول او دتروريزم پرخلاف مبارزه ده . دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت په خپلو خبرو کې ددغې موسسې له هنرمندانو څخه قدرداني وکړه او ويې ويل چې دتياتر په دې ننداره کې زموږ دټولنې عيني واقعيتونه منعکس شوي دي او له ممثلينو څخه يې وغوښتل چې دتياتر ددغه شان نندارو په اجرا کولو سره هلې ځلې وکړي چې تل دټولنې واقعيتونه بيان کړي. دې څرګنده کړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت تل دبيلابيلو برخو په تيره بيا دتياتر دغوره هنرمندانو دکارونو ملاتړ کړى دى او کوي يې. دغه راز دې په بيلابيلو چارو کې دښځو رول اغيزمن وباله او دهېواد له ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې دتروريزم پرخلاف مبارزه کې فعاله ونډه واخلي چې يو ودان او له جګړې او تاوتريخوالې څخه خلاص افغانستان ولرو. ددغو مراسموپه پاى کې د جوانان درعصر نوين دموسسې مسوول ددغې موسسې دستاينې لوحه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر آمرې ته ورکړه.
0 1 دقیقه لوستل