دترانسپورت وزير دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو له کورنيو سره مالي مرسته وکړه .
کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : دترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي دشهيد داوونۍ د درناوي په مناسبت دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو له يوشمير کورنيو سره مالي مرسته وکړه . دباختراژانس دخبرله مخې ، دترانسپورت وزير دشهيدانو پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې زموږامنيتي او دفاعي ځواکونه تل په ميړانې او ايماندارى سره دهېواد اوخلکو ددفاع په سنګرونو کې دي او دهغوى بې سارې سرښندنې ددې حقيقت څرګندوى دي چې هغوى په سرښندنو او ځان تيريدنو سره دهېواددژمنو او رښتينو بچيانو په توګه په زړورتيا سره دخپل هېواد اوخلکو دفاع کوي او دهېواد اوخلکو ددايمي وياړ سبب شوي دي . په همدې حال کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو کورنيو دترانسپورت دوزير دمرستې له امله مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې دهېواد دفاع او ساتنه دهر احساس لرونکي افغان دنده ده . دغه راز دشهيدانو وارثانو زياته کړه چې دا زموږ دټولو هېوادني مسووليت دى چې له خپلو دفاعي او امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړو او پرې نږدوچې ددې هېواد دښمنان خپلو ورانکارو فعاليتونو ته دوام ورکړي . ختم_ عطاالله _ اکرم