کابلباختر د وږي د مياشتې ۱٣
د ترانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي ، د ملي بس تصدی د وسایطو د ترمیم بهیر وکوت
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
د ترانسپورټ وزیر په اوسنيو شرایطو کي د ترانسپورټي خدماتو وړاندي کول او دآسانتیاو برابرول حیاتي وباله، د ملي بس تصدی مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د ښاري بسونو ترمیمول د تخنیکي وضعیت په پام کي نیولو سره چټک کړي او ترمیم شوي وسایط له اړتیا سره سم په ښاري لینونو کي توظیف او په جدي توکه د فعالیت او د مراقبت په برخه کې پاملرنه وکړي.پاى- سعيده