ښوونه او روزنه

دتخار په رستاق کې يوه لومړنى ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
دتخار درستاق  ولسوالۍ دويم لمبر  لومړنى ښوونځى نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دغه ښوونځى دسلو مربع مترو ځمکې  په ساحه کې  دسويډن  کمېټې په مالي مرسته داته نيم ميليون افغانيو په لګښت  په يو پوړ کې جوړ شوى دى .
دغه ښوونځى اته درسي خونې ، درې اداري خونې ، دانګړ ديوال او نور ضروري ملحقات لري او په يووخت کې د ٨٠٠ زده کوونکو ظرفيت لري .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته