دتخار ولايت پوليس يو تښتيدلى تيرى کوونکى تعقيبوي .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
په تخار ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي ددغه ولايت پوليس هغه تښتيدلى سړي تعقيبوي چې څه موده مخکې يې په يوې ښځې تيرى کړى و .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيموري  باختراژانس ته خبر ورکړ: درې ورځې مخکې  دقوماندان  ملک  تاتار يوه خپلوان  په ينګي قلعه ولسوالۍ کې په يوې  ښځې تيرى کړى دى .
تيموري زياته کړه :اوس پوليس درحيم الله په نامه ديوه سړي په لټولو بوخت  دى   چې دغه تيرى يې کړى دى .
دى وايي رحيم الله يو غير مسوول وسله وال سړى دى چې دشهيلا په نامه په يوې ښځې يې جنسي تيرى کړى دى .
دتخار دوالي وياند زياته کړه: دغه سړى  اوس تښتيدلى او دتخار ولايت پوليس دده د موندلو په لټه کې دي
ويل کيږي  دشهلا پار هم دقوماندان ملک تاتار له خوا ګواښل  شوي  دى چې په دې اړوند دې هيجاته  څه ونه وايي او دشهيلا دپلار دخولې  دبندولو  لپاره قوماندان ملک سل زره افغانۍورکړي دي .
په همدې  حال کې  دتخار دوالي وياند سنت  الله تيموري وايي ددغه ولايت والي محمد ياسين ضيا لارښوونه کړې ده چې ډيرژر دې رحيم الله چې دغه تيرى يې کړى دى ونيول شي او دقانون منګولو ته  وسپارل شي
ځينې  داسې رپوټونه هم شته چې ويل کيږي تيرى کوونکى  اوس دقوماندان تاتار په کور کې پټ  دى .
خو تيموري وايي تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دى دتاتار په کور کې دى يا په کوم بل ځاى کې .
تيموري وويل : کله چې څرګنده شي چې دى  ددغه قوماندان په کور کې دى  پوليس به دتاتار  کورته ننوځي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته