امنیت

دتخار ولايت په کلفګان کې دمهماتو له يوې ډيپو څخه وسله اومهمات لوټ کړى شول . دغه موضوع دتخار ولايت امنيه قوماندان تاييدوي خو دکورنيو چارو وزارت وياند يې ردوي .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
داسې خبرونه ترلاسه شوي دي  چې ګڼې  دتخار ولايت  په کلفګان ولسوالۍ کې  دمهماتو له يوې ډيپو څخه غلا شوې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دکورنيو چارو وزارت  خبرځايونو ويلي دي چې دتخار ولايت  په کلفګان ولسوالۍ کې  دمهماتو  له يوې ډيپو څخه  دتوغندي ويشتونکي، پيکا ، دريو کلاشينکوفونو او دځينومهماتو په ګډون وسلې او مهمات  دپنجشنبې په ورځ لوټ کړى شوي دي .
  دتخار ولايت  امنيه قوماندان  ددغه خبرپه تاييدولو سره ويلي دي چې  دلوټ کړى شوي وسايلو دقيقه اندازه معلومه نه ده خو ددغې قضيې په اړوند د ټولي دقوماندانۍ  دروزنيز آمر او ددوو تنو  سرتيرو په ګډون څلور تنه نيول شوي دي .
خو دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال  نجيب الله دانش وايي چې ددغې قوماندانۍ په يوه برخه کې وسله ساتل کيده خو هيڅ راز  وسله نه ده غلا شوې .
ده وويل  موضوع دومره جدي نه ده او موږ په دې برخه کې  څيړنې او تحقيقات پيل کړي دي . 
ختم_ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته