دتخار ولايت يوشمير خلکو په بدخشان کې دماين د چاودنې له امله ټپيانو ته وينه ورکړه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
دتخار ولايت په لسګونو تنو اوسيدونکو  دبدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې   دماين د چادونې دپيښې ټپيانو ته وينه ورکړه.
دتالقانوله ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دبدخشان ولايت دکشم ولسوالۍ  دمشهدچوک په ساحه کې دماين له  چاودنې وروسته دتخار ولايت په لسګونو تنه وګړي  روغتيايي مرکزونو ته ورغلل  او  اړو کسانو ته  دوينې په ورکولو سره يې  همدردي څرګنده کړه.
دتخار ولايت دعامې روغتيا رييس دباخترآژانس خبريال ته وويل :  ددغې پيښې يوشمير ټپيان  له بدخشان ولايت څخه د تالقانو ښارته ليږدول شوي دي او تر درملنې لاندې دي.
دتخاروالي هغو کسانو ته په خطاب کې  چې ددغې پيښې له ټپيانو سره يې همدردي ښودلې ده او دخپلې وينې په ورکولو سره يې  دهغوى ژوند تامين  کړ وويل چې دتخار ولايت دخلکو همدردي ستايم  او هيله من کيږو   چې  زموږ ملت دنړۍ  دنورو ملتونو په نسبت  په بيړنيو حالاتو کې دخپلو زيانمنو شويو ورونو ترڅنګ صادقانه همکاري څرګندوي  چې دانسانيت او دهغوى دشرافت  زيږنده دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته