ټولنه

دتخار ولايت روزنتون له ماشومانو سره مرسته .

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
په تخار ولايت کې له يو سلو شلو تنو يتيمو ماشومانو سره مرسته وشوه .
د هدف دفرهنګي مرکز رييس ډاکتر حميد الدين يولداش باختر اژانس ته وويل دغه مرستې دهدف دفرهنګي مرکز له خوا دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت برابرې او په ١٢٠ تنو يتيمو ماشومانو چې دتخار ولايت په دولتي روزنتون کې تر روزنې لاندې دي وويشل شوې.
يولداش زياته کړه :دغه پروګرام دافغانستان په نورو پنځو ولايتونو کابل ،ننګرهار ،سمنګانو ،جوزجان او بدخشان کې هم دوام لري او ددغو ولايتونو په دولتي روزنتونونو کې په ٧٥٠ تنو ماشومانو داختر جامې اوکوښې ويشل کيږي.
ديادونې وړ ده چې دهدف فرهنګي مرکز هرکال دلوى اختر په درشل کې بيوزلو کورنيو او يتيمو ماشومانوته خوراکي توکي او جامې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته