دتخار والي ددغه ولايت دپوهنتون دليليې له محصلانو سره روژه ماته کړه
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
دتخار والي تير ماښام دتخارپوهنتون په ليليه کې له لسګونو تنو محصلانو سره په ګډه روژه ماته کړه.
دتالقانو له ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دتخاروالي ډاکتر محمدياسين ضيا په دغه ولايت کې له بيلابيلو قشرونو سره دمرستې په لړ کې تيرماښام دتخارپوهنتون ليليې ته لاړ او ددغه پوهنتون له محصلانو سره يې د روژه ماتي په مراسمو کې ګډون وکړ اودماښام لمونځ يې ورسره ادا کړ.
دتخار والي دپوهنتون دليليې دکتنې په ترڅ کې دمحصلانو ستونزې دهغوى په ژبه واوريدې او دهغوى دستونزو دلرې کولو په خاطر يې له اړوندو مراجعو څخه يې وغوښتل چې د دوى ستونزې ډير ژر حل کاندي.