-کابل باختر دزمري اتلسمه :
ډاکتر فضل الله مجددي نن دتخار دنوي والي په توګه په کار پيل وکړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دنوي والي د معرفي کولو په غونډه کې دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مالي او اداري معين عبدالمالک صديقي وويل چې په نظام کې بدلون اوټاکنه يو قانوني اصل دى . او داکار دچارو دښه والي سبب کيږي .
ده وويل دولت په پام کې لري چې غوره کدرونه په کليدي بستونوکې وګوماري چې خلکو ته دسوکالۍ په لاره کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي .
دتخار نوي والي ډاکتر فضل الله مجددي په خپلو خبرو کې دتخار خلکو ته ډاډ ورکړ چې له اداري فساد سره دمبارزې او دغير مسوولو افرادو بې وسلې کول دده په کاري لومړيتوبونوکې دي .
0 1 دقیقه لوستل