سیاست

دتايپى پروژه اونوي ماجراګانې څه غواړي

کابلباختر د وري ٢٠ مــــــــه

داسې خبرونه تر لاسه شوي دي چې پا کستان د تايپى د پروژې د انحصار په مقصد يو لړ پروګرامونه ترلاس لا ندې نيو لي دي او په دې لټه کې دى چې افغانستان له دغې پروژى څخه حذف کړي

پاکستان له دغې پروژې څخه د تيريدو لپاره د افغا نستان داړ ايستلو په مقصد زيات ماجرا غوښتونکى شويى دى په داسې حال کې چې افغا نستان د تايپى پروژې اصلى اومحوري برخه ګڼل کيږي پا کستان داسې اوازى خپروي چې ګنې دغه هيواد خپله ونډه هند او پا کستان ته پريښې ده

 له بلې خوا ويل کيږي چې پا کستان د افغا نستان له لارې هند او پا کستان ته دترکمستان دګازو د ليږدونې په مقصد نوي شرطو نه وړا ندى کړي دي

دديورند د کر ښي دستو نزې حل کول دبلوڅو له ازادى غو ښتو نکو سره دپاکستان د حکومت دستونزې حل کول له پا کستان سره د ا مريکا د مرستو دوام هغه هم په اوږد مهاله تو ګه اوځينې نورې خبرې

دسياسي کارپو هانو په باور له پا کستان سره د ا مريکا د اړيکو ترنګلتيا له ايران سره د پا کستان زيات نږديوالى چې په سيمه کې د امريکا دشتون سخت مخالف دى ، پا کستان دې ته اړايستلى دى چې د تايپى له پروژى څخه د افغانستان او ا مريکا پرخلاف د فشار د الى  په تو ګه استفاده و کړي په تيره بيا دا چې ايران له کلونو کلونو را په ديخوا هڅه کوي چې د ترکمنستان دګازو د ليږدونې تګلوري له ايران څخه د هند لوري ته بدل کړي په داسې حال کې چې امريکا ددغه شان اقتصادى پروژې مخالفه ده چې پکې د ايران ګټه ده او په واروار يې پا کستان او ان هند ته خبر داري ور کړي دي چې د ايران له خوا په جوړه شوي پرو ژه کې پا نګه وا نه چوى

دا نه ده معلو مه چې پا کستان خپل دغه شر طو نه  په رسمې تو ګه څرګند کړى دى او يادا چې خپل شرطونه يې په ديپلو ما تيکو نريو الفاظو کې پيان کړي دي چې مقا بل لوري وارخطاکړي او خپله په يو منا سب وخت کې ورڅخه استفاده وکړي او نور کسان تجريد کړي

اوس دغه پوښتنه طرحه کيږي چې د پاکستان ددغه شان ماجرا غوښتونکوحرکتو نو په وړا ندى د افغان مقا ما تو غبرګون به څه وي ؟

پاکستان هغه هيواد چې يواځې غوا ړي له هر حالت خپله ګټه تر لاسه کړي

 د کا نو نو و زارت ويندوى جواد عمر د پا کستان دپطرو ليم و زارت د مقا ما تو دڅرګندونو په وړا ندى جدي غبر ګون څرګند کړ او ويې ويل  افغا نستان به په هيڅ صورت د تايپى په پرو ژه کې له خپلې ټا کلى ونډي څخه تير نه شي

 جواد عمر باختر اژانس ته وويل نورو هيوادونو ته د افغا نستان د ونډې  د ورکولو په باب هيڅ خبري نه دي شوي

عمر زيا ته  کړه، افغا نستان له دغې پروژى څخه اوه سوه مليو نه متر مکعبه ګاز تر لاسه کوي چې کولاي شي ګازو ته د افغا نستان د اړ تيا يوه برخه کمه کړي او موږ به د هيچا په ګټه له خپلې ونډې څخه تير نه شو ده  په دې باب د پاکستانى مقا ما تو څر ګندونې په بشپړه توګه بي ساري او بې بنسټه و بللې

 د افغا نستان دسودا ګرۍ او صنايعو و زارت ويندوى وحيد الله غا زى هم دپاکستاني مقا ما تو ادعاوي ردې کړې او ويې ويل افغا ني مقا ما تو په دې باب له هيڅ يو هيواد سره موافقه نه ده کړې ،بلکې دغه را ز په خپلو دريځو نو ولاړ دى

د اقتصادى مسا لو يو کارپوه چې ويې نه غو ښتل نوم يې وا خيستل شي وا يي ايران له جدى بنديزونو سره مخا مخ دى د  ايران تيل اوګاز اوس دو مره پيرودونکى نه لر ي دغه حالت د پا کستان او تر يوې ا ندا زې  پورې هندوستان ته دغه فضا برابره کړې ده دغه دوا ړه هيوادونه  د ا مريکا دغو ښتنې پرخلاف له ايران څخه د تيلو اوګازو پيرودلو ته دوام ورکړي دي مهمه داده چې ايران خپل دسون مواد د تيري بيې په پر تله په ټيټه بيه د پا کستان په وا ک کې ورکړي دي

 ايران د خپلو عايدا تى تيلو او ګازو د بيو په را ټيټولو سره هڅه کوى د تايپي پروژه نا کا مه کړي او له هغې څخه ګټه ترلاسه کړي

 له شک پرته پا کستان د ورځې په بيه د نفتى موادو په لټ کې دى اود ايران پرخلاف بنديزو نه پا کستان دغې هيلې ته رسو لى دى او غوا ړي په ظريفا نه ډول ځان د تايپې له پرو ژې څخه ګو ښه کړي

 له دغو څرګند ونو څخه داسې بريښي چې پا کستان بيا هم په ماجرا لاس پوري کوي او بيا هم غواړي د اوبو په خړولو سره ګټه پورته کړي دا د افغا نستان  په سياستوالو او چاروا کو  پورې اړه پيدا کوى چې د  پا کستان ددغه شان تو طيو او دسيسو په وړا ندى څرنګه وريږي اوشنډوي يې

ټا کل شوې ده په کال کې د ترکمستان در ي ديرش مليو نه متره مکعب ګازد تايپى د ګازو د نل ليکى له لارې افغا نستان ، پا کستان او هندوستان ته وليږدول شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته