امنیت

دتاله اوبرفک ولسوالۍ دبازار په لور دپوځيانو پرمختګ .

کابل باختر دکب  ديارلسمه :
په بغلان ولايت کې پوځيانو  له څو لورو څخه  دتاله اوبرفک ولسوالۍ د بازار په لور په پرمختګ  بريالي شوي دي .
  دتاله اوبرفک ولسوالۍ دوه ورځې مخکې  دطالبانو له خوا ونيول شول  .
  دطالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ له نيولو وروسته  دهغه دبيرته نيولو لپاره  پراخ عمليات پيل شوي دي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مقام  ذبيح الله شجاع باختراژانس ته وويل چې پوځيان  له څو استقامتونو څخه  د تاله اوبرفک ولسوالۍ  دبازار په لور پرمختګ کړى دى .
دشجاع دڅرګندونوله مخې  :  پوځيانو  په دوشي ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو  نوې جوړه شوې  قرارګاه هم نيولې ده .او دباميانو له ولايت او دبغلان ولايت ددوشي له ولسوالۍ څخه  دتاله اوبرفک په لور پر طالبانو  يرغل يې پيل کړى دى  .
ويل کيږي  دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ  دبيرته نيولو لپاره  دنويو جګړو په بهير کې  طالبانوته دسر زيان اوښتى دى .  خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته