دتاشکند غونډه او له طالبانو او داعشيانو سره دوسلو د مرستو په بندولو ټينګار
-کابل باختر د وري اتمه :
دتاشکند غونډه ديوې وينا په صادرولو سره چې په هغې کې ويل شوي دي طالبانو او داعش ته وسلې مه ورکوي پاى ته ورسيده .
دباختراژانس مفسر ليکي: دافغانستان دسولې او انکشاف غونډه چې دازبکستان ددولت په نوښت او دافغانستان او ازبکستان په ګډ مشرتوب دنړۍ ديو ويشتو هېوادونواو معتبرو نړيوالو سازمانونو، دبهرنيو چارو دوزيرانو استازو په ګډون جوړه شوې وه پاى ته ورسيده .
دغه غونډه په تودو خبرو سره پيل شوه او پايله يې هم له مثبت پيغام سره يوځاى وه .
برخه والو ددغې غونډې په پاى کې هغه وينا لاسليک کړه چې ددغې غونډې دبرخه والو نظر او دريځ ښيي .
برخه والو له طالبانو او داعش سره له هر راز مالي او دوسلو له ملاتړ سره مخالفت وکړ دوى په ټينګار سره وويل چې له افغانستان سره ټولې امنيتي مرستې دې بايد ددغه هېواد ددولت له تګلوري څخه تامينې شي او دطالبانو له ډلې سره له هر راز مالي او دوسلو له ملاتړ سره سخت مخالفت وشو او داکار دافغانستان دبې ثباتۍ او دجګړې ددوام په توګه بلل کيږي .
دغه راز برخه والو له طالبانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او امنيت دټينګښت لپاره خپل مسووليتونه درک کړي دغه راز دوى په افغانستان کې وروستي تروريستي بريدونه وحشتناک وبلل او ددغه شان بريدونو دغندلو په ترڅ کې دافغانستان له خلکو سره همدردي څرګنده شوې ده
دغې وينا دافغانستان دخلکو او دسيمې دخلکو ترمنځ چې په يو ډول نه يو ډول په افغانستان کې دجګړې اوبې ثباتۍ دپرمختيا له امله زيانمن کيږي زياتې هيلې راټوکولې دي .
هغه څه چې مهم دي ددغې غونډې دبرخه والو دژمنو تحقق او عملي کول دي .
دتاشکند دغوندې له جوړيدو مخکې موږ دافغانستان په قضيه کې دنويو انکشافاتو شاهدان وو .
په کابل کې دامريکاسفير دافغانستان ديوشميرګاونډيو په پته خبرې لرلې چې ګڼې له طالبانو سره دوسلو مرسته کوي او په همدې ترتيب نورو هېوادونوپه امريکا په افغانستان کې دداعشيانو دليږدونې تور ولګاوه ددغو مسئلو تر څنګ طالبانو په افغانستان کې په بنسټونو بريدونه وکړل او دبريښنا دليږدونې ستنې يې ويجاړې کړي چې دازبکستان وارداتي بريښنا يې ليږدوله .
دتاشکند په غونډه کې يوشمير برخه وال هېوادونه لکه پاکستان ، هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې له طالبانو او داعشيانو سره دملاتړ تور پرې لګول شوى دى . همدغو هېوادونو هم په وينا کې لاسليک وکړ چې له طالبانو سره دوسلو ، لوژستيکي او مالي مرستې کوي ايا دغه هېوادونه چې په افغانستان کې دجګړې په ډګر کې ديوبل ګټو ته دزيان رسولو په لټه کې دي طالبان او داعشيان وسيلې ګرځولي دي ددوى دغه ژمنه چې نور طالبانو ته وسلې نه ورکوي کوم مفهوم به ولري ؟
دافغانستان دجګړې په ډګر کې دسترو قدرتونو او دسيمه ئيزو قدرتونو سيالۍ هماغه شان دوام لري او هر څوک دپخوا په شان دخپلو ګټو لپاره په حرکت کې دى نوکوم تضمين شتون لري چې نور له طالبانو او داعشيانو سره دوسلو مرسته نه کيږي ؟
په وروستيو مياشتو او کلونو کې دافغانستان په قضيه کې پرمختياوي ښيي چې معاملې ، ديوبل تر څنګ دريدل او له يوبل څخه بيلتون هماغه شان دوا م لري . او دطالبانو او داعشيانو ملاتړ ي لاپسې مشخص او څرګند شوي دي په دغه شان سياليو کې دسيمه ئيز همکارى او همغږى کوم تعريف وړاندې کولاى شو ؟
له بده مرغه سترو قدرتونو ، افغانستان حايله کرښه ګرځولې ده او هر يوه دمقابل لوري د درولو لپاره ، افغانستان ډګر انتخاب کړى دى کره خبره داده چې دافغانستان ستونزه بهرني کړکيچن او پيچلي اړخونه لري چې د بهرنيانو په غلطي محاسبې سره لاپسې پيچلې اوسخته شوې ده که چيرې نړيوال په افغانستان کې دمثبت بدلون غوښتونکي دي په خپلو ژمنو دې عمل وکړي خوږې او ښکلې ديپلواتيکي خبرې دحل لاره نه ده .