کابل باختر د چنګاښ لسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن دافغان فرهنګي ميراثونو دساتنې دمشورتي موسسې له رييس سره دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .
دباختراژاژنس دخبريال دخبرله مخې، ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسموکې په داسې حال کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي هم حاضر و داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې ددغه تفاهم ليک له مخې دافغان فرهنګي ميراثونو دساتنې مشورتي موسسه ، دتاريخي ابداتو دترميوولو ، دلرغونو ساحو دبيا رغاونې او د هېواد دفرهنګي ميراثونو دساتنې په برخو کې له دغه وزارت سره همکاري کوي .
ده څرګنده کړه چې دغه موسسه په لومړي ګام کې دپروان ولايت دتوپ درې استوپې او دکابل دمرنجان غونډى داستوپې د تاريخي اثارو دترميمولو اوبيا رغاونې په برخه کې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې او دتاريخي ابداتو رياست تر نظر لاندې کار کوي .
دغه راز ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې دافغان فرهنګي ميراثونو دساتنې دمشورتي موسسې رييس انجنير عبدالحبيب نوري ، داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره ددغې موسسې دزياتوهمکاريو ډاډ ورکړ .
1 1 دقیقه لوستل