امنیت

دتاجک ياغيانو يو قوماندان ووژل شو.

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :

دبدخشان ولايت سيمه ييزو مقاماتو تائيد کړه چې  دياغيانو دوه تنه قوماندانان چې يو يې دتاجکستان اتباع دى په پوځي عملياتو کې وژل شوي دي.

دغه قوماندانان دتيري شپې ديوې نيمې بجې په شاوخوا کې دبدخشان ولايت  مرکز فيض اباد ښارته څيرمه په يوپټنځاى کې  دملي امنيت دځواکونو اودناټو دسرتيرو په عملياتو کې ووژل شول.

تراوسه پورې په دې باب چې  دغوقوماندانانو کومې ترورستي ډلې ته کار کاوه نه دى مشخص شوى  . خوپه دې وروستيو وختو کې دبدخشان ولايت دطالبانو دډلې اودازبکستان داسلامي تحريک دسازمان  دفعاليتونو ډګر دى .

دبدخشان ولايت دملي امنيت يو خبرځاى باختراژانس ته وويل  چې دغه قوماندانان داختر دورځولپاره دترورستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې  ددوى له خوا پرې بريدونه وشول او ووژل شول.

دملي امنيت يوخبرځاى وايي  چې دعبدالعليم علوي په نامه يو له دغو قوماندانانو څخه  دکوزيفتل په ولسوالۍ کې دياغيانو دترورستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .

تراوسه پورې دنيول شوى تاجکستاني تبعه هويت نه دى په ډاګه شوى .

دبدخشان ولايت دملي امنيت مقامات وايي چې ددغو قوماندانانو په نيولو سره يې په دغه ولايت کې دڅو احتمالي بريدونومخه نيولې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته