ټولنه

دتابعيت الکترونيکي تذکري ويشل کيږي

دتابعيت دالکترونيکي تذکري دعملي کار تفاهم ليک نن دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  اوکورنيو چارو  دوزارتونو ترمنځ لاسليک شو.

دغه پروژه چې دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي  وزارت له خوا دافغانستان کابينې ته وړاندي شوې وه اودواکمنو مقاماتو له منظوري وروسته دهغه عملي کار دکورنيو چارو او دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي دوزارتونو ترمنځ  دکورنيو چارو وزارت  ته داړتياوړ وسايلو او تجهيزاتو دليږدونې عملي کيدو دتفاهم  په لاسليک سره پيليږي.

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير انجينر اميرزي سنګين  اودکورنيو چارو وزير  اداري معين ميرزامحمديارمند دغه تفاهم ليک لاسليک کړ.

دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي   وزيرددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې   ددغې پروژې دجزئياتو او پرمختګونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل دتابعيت دالکترونيکي تذکري پروژه په نړيوالو معيارونو برابريږي  او زياتي اسانتياوي به برابري کړي او افغانستان  به په سيمه کې لومړي هيواد وي چې له ښيگڼو څخه يې ګټه واخلي .

دغه پروژه به په راتلوونکو دريوکلونو کې په ټول هيواد کې  عملي شي اودغه راز په راتلوونکو شپږومياشتو کې به دغه تذکره  په کابل کې وويشل شي.

دمخابراتو اودمعلوماتي تکنالوژي وزارت دمسوولينو دڅرگندونوله مخې،  ددغې پروژې لګښت څه ناڅه يوسلو شل مليونه ډالره دى چې دماليې وزارت له اختياري بودجې څخه تمويليږي.

دکورنيو چارو  وزارت داداري معين ميرزامحمديارمند دڅرگندونوله مخې،  الکترونيکي تذکره چې افغانانو ته نړيوال هويت ورکوي پيچلي مشخصات لري  چې دتابعيت دتذکري ، په انتخاباتو کې درايي ورکولو  دکارت ،جوازسير اولايسنس  په توګه به هم ورڅخه استفاده وشي .

دده دڅرگندونو له  مخې،   کله  چې  دکورنۍ رييس فورمه ترلاسه  او دبانفوذو اشخاصو له خوا دهغه اهليت اوشخصيت تصديق شو وروسته په ويشلو يې اقدام کيږي  او دتابيعيت  په الکترونيکي تذکره کې دافغان والي او دقوميت دمسلي ټول جزئيات هم پکې په پام کې نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته